د عراق د قرآن دعلومو ملی مرکز مشر!
ایکنا- د عراق د قرآني علومو د ملی مرکز مشر رافع العامري د ایران په ضد د کویت د یوه لوي جومات د امام او مشهور ظاهری قاری د جنجالی اقدام په غبرګون کې ووئيل؛ د مشاری العفاسی له خوا په ایران د امریکا له حملې د ملاتړ لپاره د قرآن تحریفول له هغې فضا اوافراطي اعتقاداتو سرچینې اخستې چې په هغو کې روزل شوی دی.
د خبر لمبر: 3492708 خپرونې تاریخ : 2026/04/28
احمد ابوالقاسمی!
ایکنا- د قرآن یوه معلم او تکړه قاری ووئيل؛ د مشاري العفاسی په څير کسان سره له دې چې ځان له حقیقه خبر هم بولي، په سپیرو او نادانو خبرو سره ئې ،پر ایران دحملې او د خلکو د وژلو غوښتنه کړې ده. دغه شان کسان په روښانه توګه له نفاق سره مخ دي.
د خبر لمبر: 3492652 خپرونې تاریخ : 2026/04/10
ایکنا - په انګلستان کې یوه زوړپال افراطي چینل په انګلستان کې د مسلمانانو په ضد خپل لمسؤنکي اقدامات بیا تکرار کړي دي .
د خبر لمبر: 3492395 خپرونې تاریخ : 2026/02/02
ایکنا - د مصر مفتي د قرآن کریم د آیتونو په تفسیر کې د مصنوعي ځیرکتیا(آرتيفیشل اینټلیجنس) پر بنسټ د پروګرامونو د کارولو شرعي حکم تشریح کړ او وې ویل: د مصنوعي ځیرکتیا له لارې د قرآن تفسیر شرعاً جایز نه دی.
د خبر لمبر: 3492377 خپرونې تاریخ : 2026/01/29
ایکنا - د مصر د اوقافو وزارت د جوماتونو په مکتبخانو کې د قرآن د حفظ د پروګرامونو د دوام لپاره د خپلو هڅو خبر ورکړی دی.
د خبر لمبر: 3492371 خپرونې تاریخ : 2026/01/28
ایکنا - پاکستان د هغو راپورونو په غبرګون کې چې د هند تر ولکې لاندې په جمو او کشمیر کې د جوماتونو او د هغوی د اداري کمېټیو پر وړاندې د توکمپالنې کړنو ته اشاره کوي، وئيلي دي چې دا اقدامات د سیمې د مسلمانانو له دیني حقونو جدي سرغړونه ده.
د خبر لمبر: 3492336 خپرونې تاریخ : 2026/01/20
ایکنا - په یونسکو (د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري ادارې ) کې د عراق استازي وړاندیز کړی چې د سپېڅلي پیغمبر حضرت محمد(ص) د نیکمرغه میلاد ورځ او د قرآن کریم دوسیه د نړیوال میراث په فهرست کې شامله شي، څو د آسماني کتاب قرآن کریم د سپکاوي مخه ونیول شي.
د خبر لمبر: 3492186 خپرونې تاریخ : 2025/12/20
د انګلستان حکومت د مسلمانانو پر وړاندې د دښمنۍ د نوي تعریف د تصویب په درشل کې دی؛ داسې تعریف چې ظاهرا «له اسلامه د ویرونې » اصطلاح پکې نه ده شامله.
د خبر لمبر: 3492177 خپرونې تاریخ : 2025/12/18
ایکنا - په امریکا کې د مېشیګن ایالت په دیربورن ښار کې، د یوې اسلامي ضده مظاهرې پر مهال د قرآن د سوځولو هڅې وروسته تاؤتریخوالي زیات شوي دي.
د خبر لمبر: 3492041 خپرونې تاریخ : 2025/11/20
ایکنا د قرآن کریم د ملي سیالیو درېیمه دوره به د ۲۰۲۵ کال د دسمبر له ۱۸مې څخه تر ۲۰مې پورې د سریلانکا په پلازمېنې کولمبو کې ترسره شي.
د خبر لمبر: 3492029 خپرونې تاریخ : 2025/11/18
ایکنا - د یوې څیړنې له مخې، په فرانسه کې له هرو درو مسلمانانو څخه دوه کسان د توکمپالنې قرباني دي.
د خبر لمبر: 3491734 خپرونې تاریخ : 2025/09/20
ایکنا - آسټریلیا د جوماتونو او ښوونځیو پر وړاندې د بمي بریدونو د ګواښونو له امله له اسلامه د ویرونې د پروسې له زیاتوالي سره مخ ده.
د خبر لمبر: 3491712 خپرونې تاریخ : 2025/09/15
ایکنا - د «قرآن او شیعه اسلام: متنونه، مطالعات، میراثونه» په نوم کنفرانس د تشیّع د تحقیقاتو مؤسسې (SRI) او د ټورنټو پوهنتون د اسلامي مطالعاتو مؤسسې په ملګرتیا سره په حضوري او انټرنیټي بڼه د ۲۰۲۵ کال د اګست له ۲۵ تر ۲۶ (د ۱۴۰۴ کال د وږي دمیاشتې په ۳ او ۴) د کاناډا په ټورنټو کې د جکمن د انساني علومو په ودانۍ کې ترسره کیږي.
د خبر لمبر: 3491607 خپرونې تاریخ : 2025/08/27
ایکنا -د امریکا د کانګرس یو شمېر مسلمانو غړو د نیویارک د ښاروالۍ لپاره د ډيموکرات کاندید پر وړاندې اسلام ضد او توکمپالې نیوکې او دسیسې په سخته غندلي دي.
د خبر لمبر: 3491580 خپرونې تاریخ : 2025/08/21
ایکنا- د عمان ذ مفتي شیخ احمد بن حمد الخلیلی وروستئ څرګندونې، چې د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د «لوی اسرائیل» په اړه ئې وینا کړې او هغه عربي هېوادونه ئې غندلي چې له صهیونیستي رژیم سره ئې اړیکې عادي کړي، د ځینو افراطي او تکفیري ډلو له خوا د د سختو نیوکو لامل شوی دی.
د خبر لمبر: 3491577 خپرونې تاریخ : 2025/08/21
ایکنا- په هالینډ کې د مسلمانانو تنظیمونو،د مسلمانانو په ضد د نفرت،توپير او تاؤتریخوالي د خورولو په تورونو د هالینډ د یوه زوړپال سیاستوال ؛ګرټ ویلډرز؛ په ضد عدالت ته شکایت وکړ.
د خبر لمبر: 3491535 خپرونې تاریخ : 2025/08/13
یوه ښځه چې اوسپنیز راډ یې په لاس کې درلود، په فرانسې کې د یوه جومات د لمونځ کوونکو مسلمانانو د وژلو ګواښ وکړ.
د خبر لمبر: 3491265 خپرونې تاریخ : 2025/06/12
ایکنا - د اسلامي-امریکائي اړیکو شورا د امریکا په کلیفرنیا پوهنتون کې د قرآن کریم سپکاوی په کلکه غندلی دی.
د خبر لمبر: 3491145 خپرونې تاریخ : 2025/05/20
ایکنا - د فرانسې د مدني حقوقو یو شمېر تنظیمونه او اورګانونه به راتلونکې یکشنبې په ورځ په دغه هېواد کې د اسلام ضد کړنو د غندنې لپاره مظاهرې وکړي.
د خبر لمبر: 3491093 خپرونې تاریخ : 2025/05/10
ایکنا - په هند براعظمګي کې اوسني وضعیت او د تاوتریخوالي په کمولو کې د مرستې لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت د چمتووالي اعلان ته په پام سره، پاکستان ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر اوسنی سفر ځانګړی اهمیت لري. دا د ایران د څوارلسم حکومت د بهرنیو چارو وزیر لخوا پاکستان ته دویم سفر دی. عراقچي تېر کال هم له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره د لیدنې په موخه اسلام اباد ته سفر وکړ.
د خبر لمبر: 3491066 خپرونې تاریخ : 2025/05/05